د لغمان شااوخوا ۱۶۰ زره ماشومانو ته به د پولیو ضد واکسین وشي

په لغمان ولایت کې به شااوخوا ۱۶۰ زره هغو کوچنیانو ته چې عمرونه‌یې له پنځه کلونو کم دي، د پولیو ضد واکسین تطبیق شي.

په لغمان کې له پنځه کالو کم عمره ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین د تطبیق پنځه ورځنی کمپاین د دوشنبې په ورځ د لغمان د والي عبدالجبار نعیمي له‎خوا پیل شو.

د لغمان والي عبدالجبار نعیمي د دغه کمپیان د پیلولو پر مهال د عامې روغتیا ریاست کار کوونکو ته جدي لارښوونه وکړه چې خپل ټول امکانات په کار واچوي او په دقیقه توګه دغه پروسه عملي کړي.

ښاغلي نعیمي پر دیني عالمانو، قومي مشرانو، ولایتي شورا او قومي شوراګانو غږ وکړ چې د خپلې دیني او اسلامي وجیبې له‎مخې په دغه کمپاین کې په داوطلبانه توګه فعاله ونډه واخلي، تر څو د لغمان ولایت په ټولو برخو کې کوچنیانو ته د پولیو ضد واکسین تطبیق شي.