تېره اوونۍ ۲ زره او ۱۶۲ افغان کډوال له پاکستانه راستانه شوي

د مهاجرت نړیوال سازمان وايي، په تېره یوه اوونۍ کې ۲ زره او ۱۶۲ بې‌اسناده افغان کډوال له پاکستان څخه راستانه شوي دي.

د «ای او اېم» له‌خوا د دوشنبې په ورځ په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې هېواد ته په بېرته راستنو شویو کې ۲۰۰ هغه کسان هم شامل دي چې د پاکستاني چارواکو له‎خوا له نیول کېدو وروسته افغان لوري ته سپارل شوي دي.

دا بې‌اسناده کډوال د تورخم او سپین‌بولدک له لارو افغانستان ته ستانه شوي دي.

د مهاجرت نړیوال سازمان وايي، د روان ۲۰۱۷ میلادي کال له پیل راهیسې تر اوسه پورې دوه لکه او ۶۳ زره افغان کډوال له پاکستان او ایران څخه بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.