دُرانی: کندهار کې د برمته شویو ملکي خلکو د موندلو هڅې روانې دي

د کندهار امنيه قوماندانۍ وايي چې په شا‎ه ولي‌کوټ ولسوالۍ کې د دولت د وسله‎والو له‎خوا د یرغمل شویو ملکي وګړو د ژغورولو هڅې دوام لري.

د امنيه قوماندانۍ ویاند ضیا دُراني تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، د یرغمل شویو د موقعیت د معلومېدو په صورت کې به د هغوی د ازادولو لپاره د هوايي ملاتړ په ګډون، پوځي عملیات وشي.

د ښاغلي دُراني په خبره، امنیتي ځواکونه د یرغمل شویو کسانو د ژغورلو د عملیاتو پر مهال، له پوره دقت او پاملرنې کار اخلي چې یرغمل شویو او نورو ملکیانو ته زیان ونه‌رسېږي.

وسله‎والو تېره اوونۍ د کندهار په شاه ولي‌کوټ ولسوالۍ کې د ملي اردو پر یوه بس د برید پر مهال، شااوخوا ۷۰ ملکیان یرغمل کړل چې د چارواکو په وینا، ۷ کسان‌يې وژلي، یو شمېر يې خوشې کړي او ۳۳ تنه‌يې له ځانه سره وړي دي.