فاریاب کې سل کسه پاڅون کوونکي طالبانو سره یوځای شول

د فارياب د ځايي پولیسو چارواکي وايي، د فارياب ولايت د کوهستان ولسوالۍ له ځايي پاڅون کوونکو څخه شااوخوا سل کسه له وسله والو طالبانو سره یوځای شول.

د فارياب امنيې قوماندانۍ وياند عبدالکريم يورش نن ازادي راډیو ته وويل:

"زموږ له ځايي پاڅونوالو څخه شااو خوا سل کسه چې د قوماندان ناصر په نوم يوه ځايي قوماندان تر امر لاندې وو، د هغه په امر ساحه پرې ايښې او له خپلو ۲۰ کسانو سره د غور ولایت پر لور تښتېدلی دی. نور له ۸۰ څخه تر ۹۰ کسانو پورې چې د ده تر امر لاندې وو، له وسلو او مهماتو سره یوځای مخالفینو ته تسلیم شوي دي."

ښاغلي يورش وويل، دا کسان ځکه له طالبانو سره یوځای شول چې ورباندې د وسله والو مخالفینو تر حد زيات فشار وو.

دی وايي، له تېرو دوو اوونیو راهيسې طالبانو پر دغو ځواکونو دوامداره تهاجمي حملې وکړې او تېره شپه يې د ولسوالۍ ودانۍ هم تر خپل کنټرول لاندې کړه.