د هرات د ګذرې ولسوالۍ ۳ مسؤلین د فساد په تور نیول شوي

د هرات د ګذرې ولسوالۍ له مسؤلینو څخه درې کسه د دغه ولايت د استېناف څارنوالۍ له خوا د اداري فساد په تور ونیول شول.

په دغو نیول شويو کسانو کې د ګذرې ولسوالۍ د مالي او اداري او عوايدو د څانګو مديران شامل دي.

د هرات ځايي چارواکي وايي، دا کسان د څارنوالۍ رياست د کارکوونکو د الزامونو په خاطر تر څار وروسته ونيول شول.

د هرات د والي له دفتره په خپره شوې اعلاميه کې راغلي چې دغه کسان تر جدي پلټنو لاندې دي.

دا په داسي حال کې ده چې دوه ورځې مخکې د ګذرې ولسوالۍ د اجرائيه امر په ګډون، د ښاروالۍ دوه کارکوونکي او د تجارت ریاست يو کارکوونکی هم د اداري فساد په تور په هرات ولایت کې ونیول شول.