د فراه ولايت مسؤلین وايي، تېره شپه د دغه ولایت په ګلستان ولسوالۍ او د غور ولايت په تيوره ولسوالۍ کې د وسله والو تر منځ په نښتو کې تر شپېتو زيات کسان ووژل شول.
دا پېښه په داسي حال کې رامنځته شوه چې طالبان او ځايي وسله وال کسان له داعش ډلې جنګياليو سره په نښته کې مخامخ شول.
د فراه ولايت د ګلستان ولسوال اجمل زاهد نن دوشنبه ازادي راډیو ته په خبرو کې وويل:
"د طالبانو او داعش او د ډاکټر ابراهيم د پلويانو تر منځ يوه درنه نښته شوې چې په نتيجه کې يې ۱۷ طالبان او ۴۵ ځايي اوسېدونکي وژل شوي دي، په ټوله کې ۶۲ کسان وژل شوي او مړي يې د فراه ولايت ګلستان ولسوالۍ ته انتقال شوي دي."
د اجمل زاهد په وينا، له فراه او هلمند ولایتونو څخه لوی شمېر وسله وال کسان د غور ولایت تيوره سيمې ته د داعش جنګيالیو د ځپلو په هدف تللي وو.
تر اوسه د افغان دولت مخالفینو په دې اړه څه نه دي ويلي او د داعش جنګيالیو د تلفاتو په اړه هم معلومات نه دي ورکړل شوي.