جرد کوشنر سنا جرګه کې د ځان په اړه سپیناوی کوي

د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالد ټرمپ زوم او ستر سلاکار جرد کوشنر نن دوشنبه په سنا جرګه کې له روسیې سره د اړیکو د تورونو په اړه سپیناوی کوي.

هغه به د سنا جرګې د استخباراتي خدماتو په کمېته کې د هغو څېړنو په دوام چې د ټرمپ د ۲۰۱۶ میلادي کال انتخاباتي کمپاین او روسیې د اړیکو په باب پیل شوي د سناتورانو پوښتنو ته ځواب ووایي.

د جرد کوشنر او د استخباراتو کمېټې خبرې به د تړلو دروازو تر شا وي.

د استخباراتي خدماتو د کمېټې د یوه مخکښ ډموکرات سناتور ادام شیف په خبره د ولسمشر ټرمپ له دغه ستر سلاکاره به د روسیې له سفیر، په واشنګټن کې د یوه عمدتاً روسي بانک له رئیس او یوه روسي وکیل سره د هغه د خبرو په باب توضیحات وغوښتل شي.