د غزني ولایت سیمهيیز امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز کې یې تېره شپه د وسلهوالو طالبانو بریدونه په شا تمبولي دي.
د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ سرپرست مصطفي مایار نن دوشنبه ازادي راډيو ته وویل چې تېره شپه د غزني ښار اړوند په زني نخان سیمه کې وسلهوالو طالبانو پر مېشتو امنیتي پوستو بریدونه کړي چې په نتیجه کې یې ۳ وسلهوال طالبان وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي.
نوموړی وايي، د یادو بریدونو پر مهال یو پولیس وژل شوی او ۳ نور سطحي ټپیان دي.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.
په غزني ولایت کې د وسلهوالو طالبانو د ځپلو په هدف د مشال په نوم پوځي عملیات هم روان دي.