د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ مسؤلین وايي، د یکشنبې په ورځ د بهرنیو ځواکونو بېپيلوټه الوتکې د دې ولسوالۍ په مریز سیمه بمبار کړی چې پهکې داعش وسلهوالو ته د درنې مرګ ژوبلې د اړولو تر څنګ ملکي خلکو ته هم تلفات اوښتي.
د هسکې مېنې ولسوال حاجي سازولي وايي، په دې بمبار کې د داعش د پنځو مهمو سرګروپانو په ګډون ۲۵ تنه وژل شوي او ۱۵ نور زخميان شوي دي.
نوموړی وايي، په دې بمبار کې ملکي خلکو ته هم تلفات اوښتي، خو د مرګ ژوبلې شمېرهيې نهده معلومه.
ولسوال سازولي وايي، دا بمبار پر یوه کور هغه مهال وشو، کله چې د یاد کور څخه پر بهرنیو ځواکونو انداخت وشو.
ښاغلي سازولي زیاته کړه:
"د همدې کور نه چې بمبار ورباندې شوی یو نه دوه ځلې پر ګډو ځواکونو انداخت وشو یو ځل سهار اووه بجې وشو او بیا په دوه بجو د همدې کور نه بیا انداخت وشو دا کوم کور کې چې ملکي تلفات اوښتي."
د پېښې له ځایه د جلالاباد مرکزي روغتون ته اته تنه زخميان وروړل شوي چې پهکې مېرمنې او ماشومان شامل دي.
د دې زخميانو پایوازان او د پېښې عيني شاهدان وايي، په کوم کور چې بمبار شوی د همدې دېوال شریک په بل کور کې د فاتحې مراسم وو.
د سیمې یو تن اوسېدونکی رضوانالله شینواری وايي، په بمبار کې ملکي خلکو ته زیاته مرګ ژوبله اوښتې ځکه اکثراً خلک د فاتحې مراسمو ته ورغلي وو.
شینواری زیاتوي:
"دا پېښه غرمه مهال وشوه چې د ائتلافي ځواکونو لهخوا پر یوه کور بمبار وشو چې همدلته یوې فاتحې ته خلک راټول شوي وو چې ډېر زیات تلفات خلکو ته واوښتل. اوس هم هلته په سیمه کې مړي پراته دي شمېر یې لا نهمعلومېږي."
بلخوا په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي عصمت شينواري ازادي راډيو ته وويل، دا لومړنۍ پېښه نهده چې ملکي خلکو ته پهکې تلفات اوړي.
دی وايي، له دې وړاندې هم د جګړې د دواړو لورو په بریدونو کې ملکي خلک په نښه شوي دي.
نوموړي د جګړې له ښکېلو خواوو نه غوښتنه وکړه چې د ملکي خلکو ژوند ته پام وساتي.
عصمت شینواري وویل:
"خو فکر کوم دواړه طرفه د ولسي خلکو په فکر کې نهدي او د دوی فکر پرې نهخرابېږي او له دې مخکې هم داسې ډېر ځلې پېښې شوې دي زموږ غوښتنه دا ده چې ښکېلې خواوې دې د ملکي خلکو ژوند ته پام وساتي."
په سیمه کې یوې باوري سرچينې ازادي راډيو ته ويلي چې په نښه شوی کور د اغا باچا په نوم د داعش مهم سرګروپ و چې د بمبار پر مهال په دې کور کې د نورو سرګروپانو په ګډون د داعش وسلهوالو جلسه وه او په ورته وخت کې د همدې کور دېوال شریک بل کور کې عام خلک فاتحې ته راټول شوي وو.
راپور: شاهمحمود شینواری