د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان عربي هېوادونو ته د سفر په پای کې نن قطر ته ځي.
هغه په داسې حال کې قطر ته ځي چې دغه هېواد له څلورو نورو عربي هېوادونو سره په دې وروستیو کې په سختو لانجو اوښتی دی.
رجب طیب اردوغان پرون کوېټ ته تللی و او د دغه هېواد له امیر سرهیې هم وکتل.
کوېټ د عربي هېوادونو او قطر ترمنځ د لانجو د هواري منځګړیتوب کوي.
د سعودي عربستان په مشرۍ څلورو عمده عربي هېوادونو په دې خاطر له قطر سره اړیکې پرې کړي چې ګواکې دا هېواد له ترورېستي ډلو ملاتړ کوي او هم د ځینو عرب هېوادونو له عمده سیال ایران سره نېږدې اړیکې پالي.