سپینې ماڼۍ د روسیې په اړه د یوې لایحې منلو ته چمتووالی ښودلی

سپینه ماڼۍ د هغې لایحې منلو ته چمتووالی ښودلی چې پر روسیې به نوي بندیزونه ولګوي او د دې بندیزونو د فسخ کولو لپاره د ولسمشر ډونالد ټرمپ صلاحیت محدودوي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا هاکبي سندرز پرون په یوه ټلوېزیوني مرکه کې په دې اړه چمتووالی یوه ورځ وروسته له هغه څرګند کړ چې د کانګرس جمهوري غوښتونکو او ډموکرات غړو وویل، دوی د دې لایحې په اړه موافقې ته رسېدلي دي.

د ټرمپ ادارې چارواکو له دې مخکې له دې لایحې سره مخالفت ښودلی و، خو د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا هاکبي سندرز پرون د "ABC" ټلوېزیون په یوه پروګرام کې وویل، موږ د دې لایحې ملاتړ کوو او اوس به د کانګرس د استازو له جرګې او سنا سره ګډ کار ته دوام ورکړو څو پر روسیې دا بندیزونه تر هغه وخته ولګول شي چې د اوکراین مسئله په بشپړ ډول حل شوې نه‌وي.

په پام کې ده چې د استازو جرګه سبا سې شنبه پر روسیې د نویو بندیزونو د مجموعې په اړه څېړنه وکړي او سند یې له اګسټ میاشت مخکې چې دوی رخصتیو ته ځي ولسمشر ډونالد ترمپ ته واستوي.

پر مسکو نوي بندیزونه د متحده ایالاتو د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د روسیې د لاسوهنو او په اوکراین او سوریه کې د دې هېواد د پوځي مداخلې له کبله لګول کېږي.

د اوکراین د سولې په خبرو کې د امریکا ځانګړی استازی سیمې ته د خپل لومړي ځل سفر پر مهال وویل، د اوکراین په ختیځ کې له اوربنده د پرله‌پسې سرغړونو شمېر حیران کړی دی.

کورت وولکر «Kurt Volker» چې واشنګټن په دې وروستیو کې د اوکراین په ختیځ کې د کیف او روس پلویو بېلتون‌پالو ترمنځ د جګړې د ختمولو خبرو ته د استازي په توګه معرفي کړی پرون له ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل چې په سیمه کې له اوربند څخه د سرغړونو شمېر حیرانوونکی دی.

وولکر له دې څرګندونو څو ساعته مخکې د وسله‌والو بېلتون‌پالو پر ضد د اوکراین د پوځي عملیاتو په قرارګاه کې یو خبري کنفرانس ته وویل، اوکراین په هغه توده جګړه کې ښکېل دی چې پړه‌یې ده پر مسکو واچوله.

ده زیاته کړه چې د دې جګړې انساني تلفات بوږنوونکي دي.

ټاکل شوې چې وولکر به کیف ته له تلو وروسته پاریس ته ولاړ شي او هلته به له فرانسوي او جرمني چارواکو سره د مېنسک د موافقې په اړه بحث وکړي.

د مېنسک موافقه د ۲۰۱۵ میلادي کال په فبروري کې د جرمني د صدراعظمې انګېلا مېرکل او د فرانسې د پخواني ولسمشر فرانسوا اولاند په منځګړیتوب لاسلیک شوه.