د ټاپي پروژې په اړه په کندهار کې یو کنفرانس جوړېږي

په پام کې ده چې د ټاپي پروژې په اړه راتلونکې اوونۍ په کندهار کې یو کنفرانس جوړ شي.

په دې کنفرانس کې، له ترکمنستانه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د طبیعي ګازو د لېږد د پروژې یا ټاپي د اهمیت او د خلکو د همکارۍ د جلبولو په اړه خبرې په پام کې دي.

د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک ازادي راډیو ته وویل، ولایتي اداره هیله‌منده ده چې د ټاپي پروژې د عملي چارو ژر تر ژره پیل به په کندهار ښار کې د عامه تأسیساتو رغونې ته لاره اواره کړي.

خپلواک زیاته کړه:

"خلکو ته د کار زمینه او کاري فرصتونه برابرېږي او له بلې خوا د فابریکو، د اورګاډي د پټلۍ، سړک او انرژۍ د تأسیساتو رغونې او نورو پرمختګونو ته لاره اوارېږي."

د ښاغلي خپلواک په وینا په کندهار کې د ټاپي په اړه د کنفرانس د جوړېدو هدف دا دی چې په دې پروژه کې ولسونه ښکېل شي او خلکو ته کاري فرصتونه برابر شي.

ټاکل شوې چې د ټاپي پروژې عملي چارې په ۲۰۱۸ میلادي کال پيل شي.