د حاجیانو لومړۍ ډله د هرات له هوايي ډګره سعودي ته ځي

ټاکل شوې چې د هېواد د لوېدیځ زون د حاجیانو لومړۍ ډله نن د هرات له هوايي ډګره سعودي عربستان ته ولاړه شي.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد په یو بیان کې چې پرون خپور شو ویلي چې سږ کال به د هرات د ۱۷۰۰ حاجیانو په ګډون د لوېدیځو ولایتونو ټول نېږدې څلور زره حاجیان د آریانا په الوتکو کې سعودي عربستان ته واستول شي.

د ښاغلي فرهاد په وینا په پام کې ده چې ټول حاجیان تر ۱۸ یا ۲۰ ورځو پورې ولېږدول شي.

سږ کال اووم کال دی چې د لوېدیځو ولایاتو حاجیان په مستقیم ډول د هرات له نړیوال هوايي ډګره د حج پر لور روانېږي.