د کونړ یو دیني عالم: په هېواد کې روانه جګړه ورور وژنه ده

په کونړ کې د حزب اسلامي په سلګونو غړو په هېواد کې د سولې د خبرو اترو ملاتړ وکړ او د حکومت خلاف ائتلافونه يې د هېواد په زیان وګڼل.

دغه غونډه نن یکشنبې د قومونو او قبایلو چارو ریاست کې جوړه شوې وه چې ویناوالو په هېواد کې روان جنګونه حرام او مسلمان وژنه وګڼله او له ټولو وسله والو ډلو يې وغوښتل چې د حزب اسلامي په څیر دې د جګړې پر ځای د روغې جوړې او سولې خبرو ته لومړیتوب ورکړي.

مولوي محمد طالب د غونډې داهدافو په اړه ازادي راډیو ته وویل په هېواد کې روانه جګړه هیڅ شرعي بڼه نه لري او یوازي د مسلمانانو د وژنې او ځورونې لپاره د نورو لخوا پیل شوې اوجنګ کې ښکېلو خواو ته پکار دي چې نور له دغه ناروا جګړې لاس واخلي.

نوموړي زیاته کړه:

"اوسني جنګونه چې هغه د یني صبغه اورنګ نه لري، د افغان ملت له وژنې، تباهۍ او بربادۍ نور هیڅ هدف نه لري، د ټولو ویناوالو د خبرو یوازینی هدف داو چې نور باید دغه ملت له جنګونو نه راووځي،د خپل وطن او ملت د جوړولو او د ستونزو د هوارۍ لپاره کار وکړي."

د غونډې برخه والو په هېواد کې د حکومتې لوړ پوړو چاوراکو لخوا د حکومت خلاف جوړ شوي ائتلافونه هم د افغانستان په زیانه وګڼل.