چارواکي: د کوهستان د مرکز لولاش د بېرته نیولو هڅې روانې دي

Afghanistan -- faryab afghan army convoy نیروهای افغان 23.Ap.2017

د فاریاب پولیس وايي، د کوهستان ولسوالۍ مرکز لولاش د وسله والو طالبانو په لاس کې دی، خو د بیا نیولو لپاره یې عملیات روان دي.

د فاریاب د امنیې قوماندانۍ ویاند، کریم یورش نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل چې امنیتي ځواکونه سیمې ته استول شوي دي.

د هغه په وینا، د کوهستان ولسوالۍ امنیه قومانداني، د ولسوالۍ ودانۍ او یو شمېر دولتي ادارې وسله‎والو نیولې دي.

ښاغلي یورش زیاته کړه:

"فعلاً هم پر هغو سیمو حملې روانې دي چې دښمنان په‎کې راغونډ شوي دي."

راپورونه وايي چې په جګړه کې د تلفاتو دقیق رقم لا نه‎دی څرګند.