اردغان سعودي عربستان، کوېټ او قطر ته دوه ورځنی سفر پیل کړ

ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان سعودي عربستان، کوېټ او قطر ته دوه ورځنی سفر پېل کړ.

هغه په ریاض کې د سعودي عربستان له پاچا سره ګوري او بیا کوېټ ته ځي.

اردغان به سبا قطر ته ولاړ شي چې خلیج ته د هغه د سفر وروستی ځای دی.

رجب طیب اردغان نن یکشنبه سعودي عربستان ته تر پرواز مخکې، د استانبول په نړیوال هوايي ډګر کې خبریالانوته وویل:

"هېڅوک د بحران له دوام سره علاقه نه‎لري، دښمنان په سیمه کې د ورونو تر منځ د اور بلولو هڅې کوي."

اردغان سعودي عربستان ته په سیمه کې د مشر ورور خطاب وکړ او ویې ویل چې باید د روان بحران د حل لپاره، د مشرۍ رول ادا کړي او په سعودي عربستان یې په زغرده له نیوکې کولو ډډه وکړه.

سعودي عربستان، بحرین، مصر، متحده عربي اماراتو او یو شمېر نورو هېوادونو له قطر سره دېپلوماټيک او تجاراتي روابط پرې کړي دي.

هغوی پر قطر تور لګولی چې د اسلامپالو افراطي ډلو ملاتړ کوي او له ایران سره نېږدې اړیکې لري چې یاد هېوادونه یې د ځان رقیب ګڼي.

قطر دا تورونه رد کړي دي.