سرچینه: نړیوالو ځواکونو د ننګرهار په هسکه مېنه کې درنه بمباري کړې

د هسکې مينې ولسوالۍ په مرېز سیمه کې درنه بمباري شوې ده.

د هسکې مېنې ولسوالۍ یوې ځايي سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډيو ته ويلي چې بهرنيو ځواکونو نن غرمه مهال د هسکې مېنې ولسوالۍ د مرېز په سیمه بمبار کړی چې د سیمې خلکو په وینا عامو خلکو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې ده خو دقیق شمېر يې نه دی روښانه.

د سیمې خلک وايي، امریکايي ځواکونه یادې سیمې ته ورغلي او د داعش په خلاف يې ځمکني عمليات هم پيل کړي دي.

د ننګرهار امنيتي ځواکونو او ولایتي چارواکو تر اوسه د دې پېښې په تړاو رسنیو ته څه نه دي ويلي.