د دوشي او پلغمري پر لار د یوه مسافر وړونکي موټر د چپه کېدو له امله نن لږترلږه ۱۴ تنه مړه شوي دي.
د فاریاب امنیه قوماندانۍ نن ازادي راډیو ته وویل چې دا موټر له کابله د مزارشریف پر لور روان و او د کېله ګي په سیمه کې له سرکه اوښتی دی.
د چارواکو په وینا، په دې پېښه کې ۲۶تنه زخمیان شوي چې ښځې او کوچنیان هم پکې دي.