د افغانستان دفاع وزارت د غور د تیوره ولسوالۍ سقوط رد کړ

د افغانستان د ملي دفاع وزارت د غور د تَیوره ولسوالۍ د سقوط خبر رد کړ.

د غور والي غلام ناصر خاضع نن د یک شنبې په ورځ سهار ازادي راډیو تهوویل چې تَیوره ولسوالي طالبانو نیولې او امنیتي ځواکونه له ولسوالۍ وتلي دي.

خاضع وویل چې هوايي ځواک ونه توانېد چې په وخت ور ورسېږي او ولسوالۍ سقوط وکړ.

خو د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند، جنرال محمد رادمنش نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل چې په ولسوالۍ کې جنګ روان دی او سقوط یې نه‎دی کړی.

محمد رادمنش زیاته کړه:

"موږ هم په تیوره او هم په کوهستانات ولسوالۍ کې حضور لرو، زموږ قطعات د دښمن پر ضد په ټول قوت، عملیات کوي، جنګ هلته روان دی، ممکن پس له یو یا دوو ساعتونو وضعیت تغیر ومومي."

وسله‎والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‎دي ویلي.