چارواکي: د فاریاب د کوهستان په لولاش کې پوځي عملیات روان دي

په شمال زون کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکي وايي، د فاریاب د کوهستان ولسوالۍ په مرکز لولاش کې پوځي عملیات روان دي.

د دې قول اردوویاند نصر‎الله جمشېدي نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل چې له میمنې څخه پیاده ځواکونه کوهستان ولسوالۍ ته استول شوي او هوايي عملیات هم پېل شوي دي.

ښاغلي جمشېدي تایید کړه چې وسله‎والو طالبانو له تېرې شپې راهیسې د ولسوالۍ پر مرکز سختې حملې پیل کړي او څرګنده یې کړه چې بهرني وسله‎وال هم په حمله کې لاس لري.

د هغه په وینا، په پوځي عملیاتو کې لږترلږه۴ پاکستاني وسله‎وال وژل شوي دي.

د نصرالله جمشېدي په وینا، د لولاش ښار لنډ وخت وسله‎والو طالبانو نیولی و خو جګړه په‎کې روانه ده.