افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د خلکو د فرهنګي تبادلې او د سیاحت وده د ترورېزم مخنیوی کولای شي.
ښاغلي غني نن یکشنبه په کابل کې دوه ورځني سیمینار ته چې په افغانستان کې د سیاحت د ودې په اړه د خبرو لپاره جوړ شوی، وویل:
"تورېزم د ترورېزم مخه نیسي."
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي چې اوسمهال ۷۰۰ خصوصي توریستي شرکتونه او۱۲۰ مېلمستونونه فعال دي او نېږدې ۶۰ زره افغانانو ته يې د کار زمینه برابره کړې ده.