د روسیې سفیر کسیاک په امریکا کې خپل دېپلوټیک ماموریت ختم کړ

سرګې کسیاک په واشنګټن کې د روسیې د سفیر په توګه خپل دېپلوماټیک ماموریت پای ته ورساوه.

دې جنجال پارونکې سیاسي څېرې، په امریکا کې چې د روسیې ستره رقیبه بلل کېږي، خپل نهه کلن دېپلوماټیک ماموریت پرون د شنبې په ورځ ختم کړ او له واشنګټنه روان شو.

د روسیې خبري اژانس، انټرفکس د یوې سرچینې په حواله وايي چې په واشنګټن کې د سرګې کسیاک ماموریت د دې لپاره پای ته رسېدلی چې هغه ښايي د بل ماموریت لپاره ټاکل شوی وي.

د روسیې دا ۶۶ کلن دپلوماټ له ۲۰۰۸ مېلادي کال راهیسې په واشنګټن کې و.

داسې ګڼل کېږې چې د روسیې د بهرنیو چارووزارت مرستیال، اناتولي انتونوف به د واشنګټن لپاره د مسکو سفیر وټاکل شي.