د بیتالمقدس په سپېڅلي لانجمن ځای کې د نویو امنیتي تدابیرو پر سر د تاوتریخوالي لړۍ دوام لري او پرون شنبه د اسرائیل او فلسطینیانو تر منځ له اخ او ډب ډکو اعتراضونو کې لږ تر لږه دوه نور فلسطینیان ووژل شول.
تر دې یوه ورځ مخکې، د جمعې په ورځ په لوېدیځه غاړه کې درې فلسطینیان له اسرائیلي امنیتي ځواکونو سره په اخ او ډب کې وژل شوي وو او یوه تنکي فلسطیني ځوان هم په لوېدیځه غاړه کې درې اسرائیلیان د چړې په ګوزارونو وژلي وو.
ټاکل شوې ده چې سبا د ملګرو ملتونو امنیت شورا د تړلو دروازو تر شا په بېړنۍ غونډه کې چې د مصر، فرانسې او سوېډن په غوښتنه رابلل شوې، دا مسئله وڅېړل شي چې په څه ډول کېدای شي چې په بیتالمقدس کې د روان تاوتریخوالي پای ته رسېدو سره مرسته وشي.
په سیمه کې نوې شخړې وروسته له هغې پیل شوې چې د اسرائیل پولیسو د تېرې جمعې په ورځ د بیتالمقدس د حرم شریف جومات او معبد سیمې ته د ننوتو په دراوزه کې فلز موندونکي ماشینونه کېښودل او پر تلونکو لارو یې امنیتي تدابیر زیات کړل چې دې اقداماتو د فلسطینیانو غوسه راپارولې ده.
اسرائیل دغه اقدامات په دې سیمه کې د دوو اسرائیلي افسرانو له وژل کېدو وروسته کړي دي.
د مسلمانانو مشرانو د اسرائیل د دغو اقدماتو په وړاندې د اعتراض په توګه له ټولو عبادت کوونکو غوښتي وو چې تر هغو دې دغه سپېڅلي ځای ته نهننوځي چې اسرائیل دغه ماشینونه لیرې کړي نهوي.
عبادت کوونکي د تېرې جمعې د ورځې د لمانځه د ادا کولو لپاره دې سپېڅلي ځای ته له ننوتو ډډه وکړه او په ګرمه هوا کې د دروازې مخې ته د اعتراض په توګه کېناستل.
د همدې ورځې په وروستیو کې درې فلسطینیان له امنیتي ځواکونو سره په اخ او ډب کې ووژل شول او وروسته اسرائیلي چارواکو وویل چې یوه فلسطیني د لوېدیځې غاړې د یهودانو په یوه مېشتځای کې دننه درې اسرائیلیان د چړو په ګوزارونو ووژل.
له دې پېښې یوه ورځ وروسته د شنبې په ورځ په لوېدیځه غاړه کې فلسطیني ځوانانو د هغو اسرائیلي سرتېرو پر لور ډبرې او تیلي بمونه ورګوزار کړل چې له بلډوزر څخه په استفادهیې په سیمه کې د هغه ۱۹ کلن فلسطیني د کلي لاره بندوله چې مخکې یې پر اسرائیلیانو حمله کړې وه.
اسرائیلي سرتېرو د هغه د کور ورانولو ته تیاری نیوه.
دا هغه اقدام دی چې اسرائیلي ځواکونهیې مشکوکو حمله کوونکو ته د سزا ورکولو لپاره تل سرته رسوي.
د فلسطیني ادارې د روغتیا وزارت وویل چې لږ تر لږه اته فلسطینیان په قلندیا کې چې لوېدیځه غاړه له بیتالمقدس سره نښلوي، په شخړو کې ټپیان شوي دي.
د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس د تېرې جمعې په ورځ وویل چې له اسرائیل سره ټولې اړیکې تر هغو پرې کوي چې دغه نوي امنیتي تدابیر یې او همدا شان هغه بندیز یې لیرې کړی نهوي چې دې سپېڅلي ځای تهیې تر پنځوس کلنۍ پر کم عمره کسانو باندې لګولی دی.