اردغان سعودي‌عربستان، کوېټ او قطر ته دوه ورځنی سفر پیلوي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان نن یکشنبه سعودي‎عربستان، کوېټ او قطر ته دوه ورځنی سفر پیلوي.

اردغان په داسې حال کې دې سیمې ته روان دی چې د خلیج هېوادونه په خپلو اړیکو کې له بحران سره مخامخ دي.

سعودي‎عربستان، بحرین، مصر،متحده عربي اماراتو او یو شمېر نورو هېوادونو له قطر سره ديپلوماټيک او تجاراتي روابط پرې کړي دي.

هغوی پر قطر تور لګولی چې د اسلامپالو افراطي ډلو ملاتړ کوي او له ایران سره نېږدې اړیکي لري چې یاد هېوادونه یې د ځان رقیب ګڼي.

قطر دا تورونه ردوي.

اردغان به د سعودي‎عربستان له پاچا سره نن یکشنبه وګوري او بیا به کوېټ ته ولاړ شي چې په خلیج کې د بحران د حل لپاره منځګړیتوب کوي.

اردغان به سبا دوشنبه په قطر کې خلیج ته خپل دا سفر پای ته ورسوي.

په سیمه کې د روان بحران د حل لپاره هڅې چې امریکا هم په‎کې شامليږي، بې نتیجې پاتې شوې دي.