چارواکي: په کندز کې د طالبانو قوماندان مولوي شهیدالله ووژل شو

امنیتي چارواکي وايي، د وسله والو طالبانو پېژندل شوی قوماندان، مولوي شهیدالله ووژل شو.

په شمال ختیځ زون کې د پامیر ۲۰ مې فرقې مطبوعاتي مسئول، جګرن نظر محمد غیاثي نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل چې تېره شپه د کندز ښار په حضرت سلطان سیمه اوپه خان‎اباد او قلعه‎ذال ولسوالیو کې په وسله‎والو نښتو او هوايي حملو کې ۱۷ وسله‎وال طالبان وژل شوي او ۱۵ تنه ټپیان شوي دي.

د طالبانو قوماندان، مولوي شهیدالله هم پدې عملیاتو کې وژل شوی دی.

ښاغلي غیاثي زیاته کړې چې د کندز ښار په تپه مُرچ سیمه کې پنځه طالبان نیول شوی دي.

وسله‎والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‎دي ویلي .