ننګرهار کې پر ۵۰۰ بې‌وزلو مېرمنو هګۍ لرونکې چرګانې ویشل شوي

د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ مسؤلین وايي چې د دغه ولایت په دوو ولسوالیو کې یې نېږدې ۵۰۰ مېرمنو ته د دوی د اقتصادي پیاوړتیا په هدف ۱۵۰۰ د هګیو چرګانې ویشلي دي.

د کرنې او مالدارۍ رئیس رفیع‎الله رحیمزي نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل چې دغه چرګانې یې په کامې او بهسودو ولسوالیو کې د چرګانو له دانو سره یو ځای بې وزله مېرمنو ته ورکړي دي.

نوموړی وايي، دوی هلیه‎من دي چې د هګیو په خرڅلاو سره تر یو بریده د یادو کورنیو اقتصادي ستونزې هوارې شي