مسؤلین: سږ کال به د پکتیا د جلغوزو حاصل ډېر وي

د پکتیا د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤلین وايي چې سږ کال په دغه ولایت کې د جلغوزو محصولات زیات اټکل شوي دي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر نصیر عالمیار نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل چې تېر کال په پکتیا کې د جلغوزو محصولات درې نیم زره ټنه وو، خو سږ کال به دغه رقم څو برابره لوړ وي.

نوموړی وايي چې د پکتیا په جاني خېلو، احمد خېلو، پټان، مرزکي، وازې ځدران او د منګلو په سیمو کې د جلغوزو ونوښه حاصل نیولی دی.

عالمیار وایي، هیله لري چې په دې سره د سیمې سوداګر ډېره ګټه وکړي.