په بیت المقدس کې پر امنیتي تدابیر سربېره تاوتریخوالی دوام لري

په بیت المقدس کې د نویو امنیتي تدابیر پر سر د اسرائیل او فلسطینیانو ترمنځ د تاوتریخوالي لړۍ دوام لري.

تازه راپورونه وايي چې پرون له اسرائیلي سرتېرو سره په شخړو کې دوه فلسطینیان ووژل شول.

تر دې یوه ورځ مخکې په لوېدیځه غاړه کې درې فلسطینیان او درې اسرایلیان د دواړو لورو ترمنځ د تاوتریخوالي په تازه څپه کې ووژل شول.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د مصر، فرانسې، او سویدن له غوښتنې وروسته په بیت المقدس کې د روان تاوتریخوالي د بندیدو په هدف سبا ته د تړلو دروازو ترشاه غونډه پلان کړې ده.

اسرائیل په بیت المقدس کې د حرم شریف جومات او معبد سیمې ته پر تلونکو لارو امنیتي تدابیر زیات کړي چې دې ګام د فلسطینیانو غصه پارولې ده.

اسرائیل دا تدابیر په دې سیمه کې د دوه اسرائیلي افسرانو له وژل کېدو وروسته ونیول.