مکرون له خپلو روسي،اوکرایني او جرمني سیالانو سره ګوري

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون

د فرانسې جمهور رئیس ایمانویل مکرون د روسیې، جرمني او اوکراین له مشرانو سره لیدنې لري.

دا لیدنې کتنې د اوکراین په ختیځ کې د لانجو د هواري په هدف د نړیوالو هڅو په درشل کې ترسره کېږي.

مکرون به د دوشنبې په ورځ له دغو مشرانو سره خبرې وکړي.

د اوکراین په ختیځ کې له ۲۰۱۱ کال راهیسې جنګ روان دی چې له امله یې تر اوسه پورې څه باندې لس زره کسان وژل شوي دي.

په لکونو نورو کسانو هم خپل کورونه پرېښي دي او تازه د ځینو رپوټونو په اساس له جنګ راستنېدونکو سلګونو اوکرایني سرتېرو د رواني فشارونو په خاطر ځانوژنې هم کړي دي.