د افغان حکومت مشرانو له روباټ جوړوونکو نجونو سره ولیدل

افغان ولسمشر اشرف غني او د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د افغانستان د روباټ جوړونکو نجونو له ډلې سره ولیدل.

دغه نجونې نن شنبه له امریکا څخه بېرته کابل ته را ستنې شوې.

له ارګ څخه په یوه اعلامیه کې راغلي چې لومړۍ مېرمن رولا غني هم د دغو نجونو تود هرکلی کړی دی.

د هرات دغو شپږو زده‎کوونکو په واشنګټن کې د روباټ په نړیوالو سیالیو کې د افغانستان په استازیتوب برخه واخیسته او وتوانېدلې چې د سپینو زرو مډالونه تر لاسه کړي.

په دغو سیالیو کې د جنوبي سوډان زده‎کوونکو لومړی مقام واخیست.

په سیالیو کې د څه باندې ۱۶۰ هېوادونو استازو ګډون کړی و.