داعش وسلهوالو په جوزجان کې له امنیتي ځواکونو سره د همکارۍ په تور د دې ډلې درې غړي وژلي دي.
د جوزجان د والي ویاند محمد رضا غفوري د سیمې د خلکو په حواله ازادي راډیو ته ویلي چې د دغو کسانو مړي نن شنبه سهار څلور بجې د قوش تېپې ولسوالۍ په الملیک کلي کې موندل شوي دي.
ښاغلي غفوري ویلي چې د وژل شویو هویت تر اوسه معلوم نهدی.