د طالبانو د مشر ملا هبتالله اخوند زوی د افغانستان په جنوبي ولایت هلمند کې ځان وژونکی برید کړی دی.
دا خبر د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد لویدیځو رسنیو ته نن د شنبې په ورځ تایید کړ.
د طالبانو دغه ویاند ویلي چې ۲۳ کلن عبدالرحمن چې په حافظ خالد مشهور و، د جولای پر ۲۰ مه د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو پر یوه لوی مرکز د چاودېدونکو موادو ډک موټر په واسطه برید وکړ او مړ شو.
وسلهوالو طالبانو د پنجشنبې په ورځ درې هاموې موټرونه چې وړاندې یې نیولې وو، له چاودېدونکو موادو ډک او د امنیتي ځواکونو پر مرکزونو ېې بریدونه وکړه.
ملا هبتالله په ۲۰۱۶ مېلادي کال کې د ملا اختر محمد منصور تر وژل کېدو وروسته، د طالبانو د ډلې مشري واخېستله.
د افغانستان حکومتي چارواکي وایي، تر اوسه نهشي تاییدولای چې د ملا هبتالله زوی دې وژل شوی وي، خو وایي د پېښي په اړه پلټني کوي.
طالبان د هلمند ولایت پر نېږدې ۸۰ سلنه برخو واکمن دي.
پدغه ولایت کې زرګونه هکتاره ځمکه کې تریاک کرل کېږي چې د وسلهوالو طالبانو یوه لویه عایداتي سرچینه بلل کېږي.