مراد: بدخشان کې د ۳۰ سیمه‌ییزو پولیسو د وژنې لامل ناسم مدیریت و

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي چې په بدخشان کې د ۳۰ سیمه‎ییزو پولیسو د تلفاتو دلیل د سیمه‎ییزو پولیسو د مشرانو ناسم مدیریت و.

د دغه وزارت امنیتي مرستیال مراد علي مراد نن شنبه خبریالانو ته وویل چې سیمه‎ییزو پولیسو ډېره مسلکي روزنه نه‎ده لیدلې، نو له همدې کبله کله نا کله له ستونزو سره مخامخ کېږي.

د بدخشان د ولایتی شورا مشر عبدالله ناجي نظري ویلې چې د حکومت وسله‎والو مخالفینو د یمګان ولسوالۍ له لورې پر تګاب سیمه خپل بریدونه پیل کړي چې په نتیجه کې یې د سیمه‎ییزو پولیسو او ولسي پاڅون کوونکو لږ تر لږه ۳۰ تنه ووژل شول.

د بدخشان چارواکي وایي، د سیمه‎ییزو پولیسو ۲۰ تنه نور لادرکه هم دي.