د افغانستان او ازبکستان د سوداګریزو همکاریو تفاهم‌لیک لاسلیک کېږي

په پام کې ده چې د افغانستان او ازبکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونو تر منځ ډېر ژر د ګډو همکاریو یو تفاهم‎لیک لاسلیک شي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند صیام‎الدین پسرلي نن شنبه ازادي راډیو ته وویل چې د دغه تفاهم‎لیک چارې ازبکستان ته د افغان سوداګریز پلاوي د تګ پر مهال بشپړې شوې دي .

دوه ورځې وړاندې د سوداګرۍ او صنایعو خونې د مرستیال خان‎جان الکوزي په مشرۍ یو پلاوی ازبکستان ته ولاړ او هلته یې له ازبکستاني چارواکو سره د ګمرکي، ترانیزټي او سوداګریزو همکاریو په اړه خبرې وکړې.

پسرلي وویل چې اوس مهال له ازبکستان سره د افغانستان د سوداګرۍ کچه ۴ مېلیونه ډالره ده .