ملي امنیت وايي په کابل کې د یوې تروریستي حملې مخه نیولې

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وايي، په کابل کې د یوې تروریستي حملې مخنیوی وشو.

دې ادارې پرون جمعه په یوه خبر پاڼه کې وویل چې د کابل په چهار اسیاب ولسوالۍ کې یې د یوې تروریستي شبکې دوه غړي او څلور واسکټونه چې د انتحاري حملو لپاره جوړ شوي و، نیولي دي.

د خبرپاڼې په حواله، نیول شوو کسانو اعتراف کړی چې په کابل کې يې د انتحاري حملو پلان جوړ کړی و.