نظري: په بدخشان کې د طالبانو حمله کې۱۱ محلي پولیس وژل شوي

د بدخشان په تګاب ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په حمله کې د سیمه ییزو پولیسو او د ولسي پاڅون زیات شمېر غړي وژل شوي او زخمیان شوي دي.

د بدخشان د والي ویاند، نیک محمد نظري پرون جمعه ازادي راډیو ته وویل چې په پرونۍ حمله کې د سیمه ییزو پولیسو او ولسي پاڅون شل غړي لادرکه شوي دي.

نیک محمد نظري وویل:

"بدبختانه چې د سیمه ییزو پولیسو او ولسي پاڅون یوولس غړي شهیدان شوي دي، د هغوی شل تنه لادرکه شوي دي."

د بدخشان د والي د ویاند په حواله، وسله والو طالبانو ته هم تاوان رسېدلی خو د تلفاتو شمېر نه دی څرګند.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.