اکبري: پر خان اباد ولسوالۍ د طالبانو حمله شنډه شوې

د افغانستان په شمال ختیځ کې د پولیسو د "سپین زر" ۸۰۸ زون قومانداني وايي، د کندز پر خان اباد ولسوالۍ د وسله والو طالبانو حمله شنډه شوه.

د دې قوماندانۍ ویاند محفوظ الله اکبري پرون جمعه ازادي راډیو ته وویل:

"وسله وال مخالفین د امنیتي ځواکونو له سخت مقاومت سره مخامخ شول د هغوی د څو سرګروپانو په ګډون اووه تنه په دې حمله کې وژل شوي دي، په وژل شویو کسانو کې عبدالوهاب چې وسله والو مخالفینو د تخار ولایت د بنګي ولسوال ټاکلی و، شامل دی، د هغوی یوولس تنه زخمیان شوي دي."

وسله والو طالبانو پرون له څو خواوو پر خان اباد ولسوالۍ حمله کړې وه.

د اکبري په وینا، په حمله کې دوه پولیس زخمیان شوي دي.

وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.