د امریکا د متحدوایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ انتوني سکراموچي دسپینې ماڼۍ د معلوماتو او ارتباطاتو مشر وټاکه.
د سپینې ماڼۍ مطبوعاتي مسئول، شان سپایسر پرون جمعه پر ټویټر تائید کړه چې د انتوني سکراموچي تر ټاکل کېد وروسته یې، استعفی کړې خو له هغه سره د همکارۍ لپاره به تر اګست ترمیاشتې کار ته دوام ورکړی.
د واشنګټن پوست ورځپاڼې په حواله، د شان سپایسر ناڅاپي استعفی حتی د سپیني ماڼۍ یوشمېر لوړ رتبه مامورین حیران کړي دي.
د جنورۍ په شلمه، د امریکا د نوي جمهور رئیس ډونالد ټرمپ د کار له پېل سره سم، شان سپایسر د سپینې ماڼۍ مطبوعاتي چارې پر مخ بېولې.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې ویلي چې شان سپایسر د انتوني سکراموچي له انتخاب سره مخالفت درلود ځکه هغه سیاسي تجربه نه لري.
انتوني سکراموچي به د اګست په میاشت کې د سپینۍ ماڼۍ دارتباطاتو د مشر په توګه کار پېل کړي.
هغه د جمهوري غوښتونکي ګوند له سترومالي ملاتړکونکو او د ولسمشر ډونالد ټرمپ له عمده پلویانو دی.