ایران کې مسیحیت د اوښتونکو کسانو په اړه اندېښنې

د ایران د بشري حقونو د څار مرکز وايي هغه راپورونو اندیښمن کړي دي چې په کې ویل شوي په دې هېواد کې مسیحیت ته د اوښتو کسانو د توقیف او زنداني کولو لړۍ دوام لري.

دا مرکز چې له نیویارک څخه فعالیت کوي وايي، له دوه میاشتو څخه په کمه موده کې مسیحیت ته اوښتي ۱۱ کسان له نیولو وروسته د اوږدې مودې په بند محکوم شوي دي.

مسیحي ډلې بیا وايي چې د ایران د حکومت د فشارونو سره-سره په دې هېواد کې مسیحیت د اوښتونکو کسانو شمېر مخ په زیاتیدو دی.