د اسرائیل پولیسو د بیت المقدس سپیڅلې سیمې ته د ۵۰ کلونو څخه د کم عمره فلسطیني سړو پر داخلېدو بندیز لګولی دی.
دا ګام د اسرائیل له خوا په دې سیمه کې د نویو امنیتي تدابیرو پر ضد د پلان شوې مظاهرې په درشل کې اخېستل شوی دی.
د پولیسو په بیان کې ویل شوي چې د بیت المقدس زړې برخې او معبد ته یوازې هغه سړي داخلیدای شي چې عمرونه يې پنځوس او یا له دې زیات وي البته د هر عمر ښځو ته دې سیمې ته د ورتګ اجازه شته.
تېره اوونۍ په بیت المقدس کې په یوه تروریستي برید کې د دوه اسرائیلي پولیسو له وژل کېدو وروسته اسرائیل د بیت المقدس د حرم شریف جومات ته پر تلونکو لارو اوسپنیزې سکنرونه نصب کړل.
د مسلمانانو مشرانو نن د جمعې له لمانځه وروسته د دې امنیتي تدابیرو پر ضد د مظاهرو غوښتنه کړې ده.