د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې عملیات پیل شول.
د ګرشک د ولسوالۍ مسؤلین وايي، د هغه سیمو د بېرته نیولو لپاره يې عملیات پیل کړي دي چې تېره ورځ یې له لاسه وتلي وې.
تېره ورځ ویل کېدل چې په ګرشک ولسوالۍ کې ګڼې سیمې وسله والو طالبانو نیولي دي.
بلخوا د ازادي راډیو خبریال ګرشک ته تللی دی وايي، وسلهوال د څلورو موټر بمونو سره-سره نهدي توانیدلي چې مهمې سیمې ونیسي.
په دې اړه نور حال د محمد الیاس داعي په دې راپور کې:
Your browser doesn’t support HTML5