د ټرمپ سلاکار: امریکا د ولسمشر الاسد په لېرې کېدو ټینګار نه کوي

د ترورېزم پر ضد د مبارزې برخه کې د امريکا د ولسمشر سلاکار وايي، امريکا به د سوريې شپږ کلنۍ جګړې ته د پای ټکي ايښودلو لپاره ټينګار ونه‎کړي چې د سوريې ولسمشر دې له واکه لېرې شي.

د امريکا د مخکيني ولسمشر دريځ دا نه و چې په سوریه کې د سیاسي ثبات لپاره بايد لومړی د دې هېواد ولسمشر له واکه لېرې شي؟

اوس د سپينې ماڼۍ دريځ بدل شوی دی. لکه تاسو چې وويل، د امریکا مخکیني ولسمشر ټينګار کاوه چې په سوریه کې د سیاسي ثبات په خاطر بايد د دې هېواد ولسمشر بشار الاسد له واکه لېري شي.

د ترورېزم پر ضد د مبارزې په برخه کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ سلاکار ټام بورسيت "Tom Bossert" وايي:

"دا مهمه نه‎ده چې لومړی دې اسد له واکه لېرې شي. امريکا اوس هم غواړي چې يو وخت اسد له واکه لېرې شي او دا به زموږ د خوښې نتيجه وي."

د ټرمپ سلاکار

بورسيت دا خبرې د پنجشنبې په ورځ په کولراډو ايالت کې د اسپين امنيت فورم ته په وينا کې وکړې.

د ټرمپ ترڅنګ د نورو لويديځو هېوادونو دريځ هم د بشار الاسد په اړه بدل شوی دی.

د فرانسې نوی ولسمشر امانوئل مکرون هم وايي چې په سوريه کې د سولې د تړون لپاره د بشار الاسد له واکه لېرې کېدل مهم نه‎دي.

دوی د سوريې د کړکېچ څه ډول حل غواړي؟

د ټرمپ سلاکار بورسيت وايي، د سوريې کړکېچ بايد سیاسي حل ولري، نظامي نه.

خو د ټرمپ اداره اوس هم په دې باور ده چې که بشار الاسد په واک کې پاتې شي، دا به د سوريې لپاره سوله‎يېزه هيله مني نه وي.

بورسيت وايي، که د سولې تر تړون مخکې، پر مهال يې او يا هم وروسته بشار الاسد له واکه لېرې شي، دا به ښه خبره وي.

بورسيت وروسته له دې دا خبرې وکړې چې راپورونه وايي، ټرمپ هغه پروګرام لغوه کړ چې له مخې يې سي ای اې بايد د سوريې ياغيانو ته روزنه او وسلې ورکړي.

د امریکا په دريځ کې دا دواړه تغيرات څه معنی لري؟

څېړونکي وايي، د ټرمپ د ادارې په دريځ کې دا دواړه تغیرات په دې معنی دي چې دغه اداره غواړي روسيه خوشحاله کړي ځکه روسيې له ډېره مخکې هڅې کړي چې امریکا باید د الاسد د مخالفينو ملاتړ بند کړي.

روسيې هڅې کړې چې اسد باید په انتخاباتو کې برخه واخلي او که بیا وټاکل شي، باید په سوریه کې د سياسي انتقال تر مذاکراتو وروسته په واک کې پاتې شي.

د اسد مخالفينو ته د وسلو ورکولو پروګرام د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما په ۲۰۱۳ میلادي کال کې پيل کړی وو چې پر اسد د واکه لېرې کېدو په خاطر فشار راوړي.

د بورسيت په وينا، په سوریه کې له روسيې سره د ټرمپ پاليسي ښه نتايج ورکړي ځکه د سوريې په جنوب لويديځ کې د اوربند موافقه پلې شوې ده.