متحده ایالات وايي، په سوریه کې د سیاسي حل لپاره له واکه په سمدستي ډول د دغه هېواد د ولسمشر بشار الاسد په لېرې کېدو ټینګار نه کوي.
دا خبره پرون د ترورېزم پر ضد د مبارزې لپاره د ولسمشر ډونالډ ټرمپ سلاکار وکړه.
د سوريې د ولسمشر په اړه د ټرمپ د ادارې دا دریځ د پخواني جمهور رئیس باراک اوباما د غوښتنې په مقایسه چې له هر څه مخکې يې له واکه د اسد لېرې کېدل غوښتل لوی بدلون بلل کېږي.
خو سپینه ماڼۍ وايي چې بیا هم د سوريې د سوله ییز په ترڅ کې باید په یوې مرحله کې بشار الاسد له واکه لېرې شي.
د فرانسې په ګډون یو شمېر لویدیځو هېوادونو هم د سوريې د شخړې د سوله ییز حل لپاره د روانو هڅو په لړ کې له واکه د اسد د لېرې کېدو په مسئله کې خپل دریځونه نرم کړي دي.