ټرمپ به جان باس د افغانستان خپل استازي په توګه معرفي کړي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د دې هېواد یو تجربه کاره ډیپلوماټ جان باس د افغانستان په چارو کې د خپل ځانګړي استازي په توګه معرفي کړي.

جان باس دا مهال په ترکیه کې د متحده ایالاتو د سفیر په توګه دنده لري.

نوموړی تردې مخکې په عراق کې د امریکا د استازي په توګه پاتې شوی دی.

ولسمشر ټرمپ په داسې وخت کې د افغانستان په چارو کې خپل استازی ګماري چې سپینه ماڼۍ د افغانستان په باب د نوې ستراتیژۍ په اړه وروستی سلا مشورې کوي.