د کابل هوايي ډګر کې ۶ تنه د هیروئینو د قاچاق په تور ونیول شول

د کابل په هوايي ډګر کې شپږ تنه هند ته د هیروئینو د قاچاق په تور ونیول شول.

د کابل نړیوال هوايي ډګر له مخدره موادو سره د مبارزې پولیسو قوماندان نظام الدین بهاوي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، يوه ډله قاچاق وړونکي چې درې کسان وو د یکشنبې په ورځ په داسې حال کې ونیول شول چې غوښتل یې دوه زره او ۱۴۳ کیلوګرامه هیروئین په ګېډو کې ځای پرځای کړي او هندوستان ته يې قاچاق کړي.

د بهاوي په وینا دوهمه ډله چې درې کسان وو او د دوشنبې په ورځ یې د ۲۵۷۱ ګرامه هیروئین د خولې له لارې ګېډې ته تېر کړي وو، غوښتل یې چې هندوستان ته یې قاچاق کړي، په کابل هوايي ډګر کې ونیول شول.