چارواکي: د هرات ۳ ولسوالیو کې د مخدره موادو کښت زيات شوی

د هرات ولایت له مخدره موادو سره د مبارزې ریاست د دې ولایت په درېیو ولسوالیو کې د مخدره موادو د کښت او قاچاق د زياتوالي خبر ورکوي.

د هرات ولایت له مخدره موادو سره د مبارزې رئيس غلام جیلاني دقیق د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیوته وویل: د شینډنډ، ادرسکن او کُشک رباط سنګي ولسوالیو کې د ناامنۍ له خپرېدو سره د کوکنارو کښت هم زیات شوی دی.

ښاغلي دقیق زیاته کړه، طالبانو خلکو ته د کوکنارو د کښت په بدل کې مخکې پیسې ورکړي او پر کښت سربېره دا سیمې د مخدره موادو د قاچاق په مرکزونو بدلې شوي دي.

اوس مهال له نیمروز، بادغیس، فراه، بدخشان او هلمند ولایتونو څخه مخدره مواد دې ولسوالیو ته راوړل کېږي او بیا له دې ځایه له هېواده بهر قاچاق کېږي.