امریکايي او اروپايي چارواکي وايي، د تور جال یا dark we په نوم هغه مارکېټ یې بند کړی چې د الفا بې AlphaBay په نوم یادېږي او د مخدروموادو، وسلو او د هک کولو د کمپیوټري وسایلو په سوداګرۍ کې په لاس لرلو تورن دی.
د امریکا د عدلیې وزیر جېف سیشنز Jeff Sessions پرون په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل، دا د تور جال د جنایتکارانو پرضد تر ټولو پراخ اقدام و:
"د عدلیې وزارت د الفا- بې د تور جال د مارکیټ بندول اعلانوي. دا د نړۍ د تورو بازارونو د بندولو په تاریخ کې تر ټولو لوی اقدام دی. د الفا- بې یو کارکوونکي ادعا کړې چې دې ګروپ څه باندې څلویښت زره پلورونکي درلودل او غیر قانوني مواد یې له دوه لکو پر زیاتو مشتریانو پلورل. "
الفا- بې هغه انټرنیټې پاڼه ده چې یوازې د ځانګړي سافټ ویر په وسیله کارول کېږي او کاروونکو ته د خپل هویت د پټ پاتې کیدو امکان برابروي. دې ویبپاڼې خپلو کاروونکو ته اجازه ورکوله چې د فینټانیل fentanyl او هیروئین په ګډون مخدرمواد وپلوري او په دې توګه یې په متحدوایالاتو کې د نشهيي موادو د استعمال له پراختیا سره مرسته کوله.
امریکايي چارواکي وايي چې په دې برخه کې یې له شپږو اروپايي هېوادونو او د اروپايي ټولنې د پولیسو له ادارې یوروپول سره ګډ کار وکړ.
چارواکي همدا راز وايي، له دې عملیاتو سره په یوه وخت کې د هانسا مارکیټ په نوم یو بل تور ویبسایټ یې بند کړی دي.