ډونالډ ټوسک د پولنډ له ولسمشره غوښتي چې ورسره وویني

د اروپايي ټولنې مشر ډونالډټوسک د پولنډ له ولسمشر اندرژې ډوډا Andrzej Duda څخه غوښتي چې ورسره وویني او د هغو لانجمنو بدلونونو په اړه چې واکمن ګوند یې د دې هېواد په قضا کې راولي او اروپايي بنسټونو سخت غندلي دي بحث ورسره وکړي.

د پولنډ د پارلمان غړو پرون هغه قانون تصویب کړ چې ولسمشر ته د سترې محکمې د کار او د قاضیانو د ټاکلوصلاحیت ورکوي.

انتقاد کوونکي وايي چې دا نوی قانون به د قضائیه قوې خپلواکي له‎منځه یوسي او قاضیان به د سیاسیونو تر ادارې لاندې راولي.

ټوسک چې پخوا د پولنډ صدراعظم و، په یوه بیان کې لیکلي چې یوه ګوند ته د قضا سپارل به په پولنډ کې د ډیموکراسي په اړه تصور چې لادمخه زیانمن شوی نور هم زیانمن کړي.

ټوسک وايي، له ولسمشر ډوډا څخه یې حتی له پرونۍ رایې مخکې د کتنې غوښتنه کړې وه او دې ستونزې ته د حل لارې د موندلو لپاره د جدي لاروچارو او شریکانو غوره کولو ته یې هڅولی و.

د سترې محکمې لایحه د انفاذ لپاره باید د سنا جرګې او په خپله د ولسمشر ډوډا له خوا هم تائید شي.