ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون د امریکا په دفاع وزارت پنټاګون کې په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش پر ضد د مبارزې پر هڅو بحث وکړ.
ښاغلي ټرمپ له دفاع وزارت یا پنټاګون څخه د لیدنې پر مهال افغانستان ته د اضافي سرتېرو د استولو د پلان په اړه خبریالانو ته څه ونه ویل، یوازې دومره یې وویل چې ګورو به.
د ټرمپ اداره هیله منده ده چې د افغانستان د جګړې نیمګړتیاوې به د یوې نوې پالیسۍ او د څو زره اضافي سرتېرو د استولو په وسیله له منځه یوسي.
تمه دا چې نوي سرتیري به په ځینو مهمو برخو کې د افغان ځواکونو په پیاوړي کولو کې ونډه واخلي.
د اسوشیټېډ پرېس خبري آژانس د راپور له مخې ښاغلي ټرمپ له پنټاګون څخه د لیدنې پر مهال وویل، د داعش پر ضد جګړه ښه روانه ده او زیاته یې کړه چې دا ډله به ډېر ژر له پښو ولوېږي.