اشرف غني د هند د نوي ولسمشر رام نات کوویند مبارکي ویلې

ولسمشر اشرف غني د هند د نوي ولسمشر رام نات کوویند Ram Nath Kovindته د هغه د انتخاب له کبله مبارکي ویلې.

کوویند چې د هند د ټولنې د بې‎وزلې طبقې څخه دی د پنجشنبې په ورځ د ټول هېواد په کچه د زرګونه وکیلانو د رأیو په نتیجه کې د ولسمشر په توګه غوره شو.

ارګ په یوه خبرپاڼه کې وايي چې ولسمشر غني خپل هندي سیال ښاغلي کوویند او د هند خلکو ته د بریا هیله کړې. ښاغلي غني پخوانی ولسمشر پراناب موکرجي د افغانستان ښه دوست بللی او هیله یې څرګنده کړې چې د کوویند د ولسمشرۍ په دوره کې به د افغانستان او هند اړیکې تر پخوا پراخ شي.